روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۲۲
: 1

طالبان وايي، د ټکسي موټرو رنګ د اوسني رنګ پر ځای اسماني رنګ ته اړوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : که څه هم چې طالبانو دغه پرېکړه ډېره پخوا کړې وه؛ خو اوس داسې ښکاري چې عملي چارې یې پیل کړي او د ټکسي موټرو خاوندانو ته یې خبر داری ورکړی، چې خپل ټکسي موټر دې د دوی له‌خوا ټاګل شوي رنګ ته واړوي.

که څه هم چې طالبانو دغه پرېکړه ډېره پخوا کړې وه؛ خو اوس داسې ښکاري چې عملي چارې یې پیل کړي او د ټکسي موټرو خاوندانو ته یې خبر داری ورکړی، چې خپل ټکسي موټر دې د دوی له‌خوا ټاګل شوي رنګ ته واړوي.

د طالبانو د ټرافیکو چارواکو ویلي، دوی د یوه قراردادي شرکت سره په دې اړه تړون کړی چې د هر موټر په رنګولو به شاوخوا لس زره افغانۍ لګښت راځي.
که څه هم چې یو شمېر کابل ښاریانو د دغه کار هرکلی کړی؛ خو ډېر ټکسي چلوونکي وايي چې دوی د رنګولو وس نه لري او په اوسنیو شرایطو کې د دې کار له پاره ځانګړې اړتیا نه لیدل کېږي.
په کابل ښار کې د مومند په نامه ټکسي چلوونکی چې له څلوېښتو کالو ټکسي موټر چلوی، افغانستان انټرنشنل ته یې وویل:« موږ نن سبا د خپلو ماشومانو له پاره د وچې ډوډۍ د اخیستو وس نه لرو، له سهاره تر بېګاه کار کوو، چې ډېرې ورځې د موټر د تېلو پیسې هم نه شو پیدا کولای؛ خو طالبان وايي چې تاسې به هرو مرو د ټکسیانو رنګ بدلوئ هغوی سره زموږ د بچیانو د ګېډې غم نه شته، هغوی اوس ماړه شوي او زموږ وږیو له حاله خبر نه دي.
یو بل ټکسي چلوونکی رسول ګل ځاځی وايي:« دلته په کابل کې لسګونه کاله وشول، چې ټکسي موټرونه ژېړ او سپین رنګ لري، ټول خلک له ماشومه نېولې بیا تر سپین ږېرو پورې ټول د پخواني رنګ سره اشنا دي. طالبان غواړي دلته د کویټ، قطر او اماراتو قانون پلی کړي؛ خو داسې دې فکر وکړي چې موږ په کومه برخه کې د هغوی سیالان یو، چې اوس یوازې د ټکسي موټرو رنګ پاتې دی چې موږ له هغوی سره سیالي وکړو.

طالبانو دا رنګه خبرداری هم ورکړی، چې هیڅ هغه موټر چې ټکسي جواز و نه لری نه شي کولای په ښارونو کې سورلۍ پورته او له یوه ځایه بل ته یې ولېږدوي او وايي، په دې کار سره غواړي په ښارونو کې ښاري نظم راولي او ټکسي موټر باید له نورو جلا وي چې خلک یې په اسانۍ وپېژندلای شي.

پر طالبانو یو شمېر نېوکه کوونکي وایي، ښایي ځینو طالبانو د موټرو د رنګ له سترو کمپنیو سره یو لړ تړونونه لاسلیک کړي وي چې په دغسې سختو اقتصادي حالاتو کې یې پر ټکسي موټرو د نوي رنګ مسله جبري کړې ده او ښايي په دې توګه له دغې ګټې وټې هغوی هم برخمن شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x