که څه هم چې طالبانو دغه پرېکړه ډېره پخوا کړې وه؛ خو اوس داسې ښکاري چې عملي چارې یې پیل کړي او د ټکسي موټرو خاوندانو ته یې خبر داری ورکړی، چې خپل ټکسي موټر دې د دوی لهخوا ټاګل شوي رنګ ته واړوي. د طالبانو د ټرافیکو چارواکو ویلي، دوی د یوه قراردادي شرکت سره په دې اړه تړون کړی چې د هر موټر په رنګولو به شاوخوا لس زره افغانۍ لګښت راځي. که څه هم چې یو شمېر کابل ښاریانو د دغه کار هرکلی کړی؛ خو ډېر ټکسي چلوونکي وايي چې دوی د رنګولو وس نه لري