روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۳۸
: 1

سرچينې د طالبانو په زندانونو کې د دوو مېرمنو د «ناوړه روغتيايي وضعیت» خبر ورکوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : معترضو مېرمنو ژولیا پارسي او منیژې صدیقي ته نږدې سرچینې وايي چې دا دواړه مېرمنې د طالبانو په زندانونو کې له «ناوړه روغتیايي وضعیت» سره مخ دي. سرچينې د سې‌شنبې ورځ، د لیندۍ په ١٤مه، رسانو ته تاييد کړې چې منیژې صديقي د پلچرخي له زندانه خپلې کورنۍ سره اړیکه نیولې او په ژړا او چیغو يې د ځان ژغورنې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

معترضو مېرمنو ژولیا پارسي او منیژې صدیقي ته نږدې سرچینې وايي چې دا دواړه مېرمنې د طالبانو په زندانونو کې له «ناوړه روغتیايي وضعیت» سره مخ دي.

سرچينې د سې‌شنبې ورځ، د لیندۍ په ١٤مه، رسانو ته تاييد کړې چې منیژې صديقي د پلچرخي له زندانه خپلې کورنۍ سره اړیکه نیولې او په ژړا او چیغو يې د ځان ژغورنې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د منیژې صدیقي مور هم په یوه ویډیویي کلېپ کې ویلي چې لور یې د مرګ له حالت سره مخ ده.

په ورته وخت کې سرچینې همداراز د ژولیا پارسي د ناوړه روغتیايي وضعیت په اړه خبر ورکوي او وايي چې طالبانو تېره اوونۍ د «امنیت ریاست روغتون» ته لېږدولې وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو يوه اوونۍ وروسته دغه مېرمن د دې ډلې د استخباراتو د ۴۰ ریاست زندان ته لېږدولې ده.

دا مهال ندا پرواني او پریسا ازاده هم د طالبانو له لوري بندیان دي.

منیژه صديقي، ژولیا پارسي له خپل زوی او ندا پرواني له خپل خاوند او څلور کلن ماشوم سره له دوو مياشتو راهيسې د طالبانو په زندان کې دي او تر اوسه يې د برخليک په اړه معلومات نشته.

له کله چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د ښځو پر ازادۍ او حقونو يې سخت محدوديتونه لګولي او په بېلابېلو مواردو کې يې لاريون کوونکي ښځې نيولي، شکنجه او زنداني کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x