روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۱۹

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د جاپان ټولې مرستې ۴۴۷ ملیون ډالرو ته لوړې شوې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کابل کې د جاپان سفارت خبر ورکړی چې دغه هېواد په پام کې لري، څو له افغانستان سره د مرستو یوه نوې کڅوړه برابره کړي. دغه سفارت د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۳مه، پر اېکس ټولنیزه پاڼه د یو لړ پوسټونو په ترڅ کې له دغه هېواد سره د ۵۸.۴ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.

په کابل کې د جاپان سفارت خبر ورکړی چې دغه هېواد په پام کې لري، څو له افغانستان سره د مرستو یوه نوې کڅوړه برابره کړي.

دغه سفارت د دوشنبې ورځ، د لیندۍ په ۱۳مه، پر اېکس ټولنیزه پاڼه د یو لړ پوسټونو په ترڅ کې له دغه هېواد سره د ۵۸.۴ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.

یاد سفارت ویلي چې دا پیسې د بشري مرستو او د افغانانو د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په موخه ورکوي.

د جاپان سفارت لیکلي: «موږ هیله لرو چې دا مرسته به د افغانانو پر ځان بسیا باعزته ژوند په ساتلو او ښه کولو کې مرسته وکړي.»

ټاکل شوې چې دا مرستې د نړۍوالو مرستندویه سازمانونو او جاپاني غیردولتي موسسو له لارې په اړتیا برخو کې ولګول شي.

له دې نوې مرستې سره به د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستان سره د دغه هېواد ټولې مرستې ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

جاپان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره د پام وړ نغدي مرستې کړې دي.

دا مهال امریکا یوازینی هېواد دی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره یې څه باندې ۱۱ میلیارډه ډالره مرسته کړې، په داسې حال کې چې د دغه هېواد د ځانګړي مفتش په ګډون یو شمېر امریکايي بنسټونه د څارنې له نشتوالي اندېښمن دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x