روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۸
: 1

پاکستان کې پر یوه مسافر وړونکي بس برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې پر یوه مسافر وړونکي بس د برید په پایله کې لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.دا پېښه د شنبې ورځ، د ډیسمبر په ۲مه د ګلګت – بلتستان چالاس ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې پر یوه مسافر وړونکي بس د برید په پایله کې لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

دا پېښه د شنبې ورځ، د ډیسمبر په ۲مه د ګلګت – بلتستان چالاس ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، په وژل شوو کې دوه پاکستاني پوځیان هم شامل دي.

که څه هم د دغه برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو سیمه‌ییزو پاکستاني چارواکو دا «ترهګریز» بللی دی.

د پاکستان یوه سیمه‌ییز چارواکي عارف احمد ویلي، دې «بزدلانه کړنې» هغه بس په نښه کړ چې د «قراقورم» په هغې لویه لاره د راولپنډۍ ښار پر لور روان و چې پاکستان له چین سره نښلوي.

د هغه په ​​وينا، دغه بس تر بريد وروسته سمدستي له يوې لارۍ سره ټکر کړی دی.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د یو شمېر ورته بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅو بېلتون پالو په غاړه اخیستې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x