روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۱۷:۴۶

طالبان: پاکستان د بې ویزې ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ننګرهار کې د طالبانو ځايي مسوولان خبر ورکوي چې پاکستاني پولیسو دغه هېواد ته د تلوونکو افغان ناروغانو پر وړاندې د تورخم دروازه تړلې ده.د طالبانو د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه لار د جمعې ورځ، د لیندۍ له ۱۰مې نیټې راهیسې د پاکستان د سرحدي پولیسو له خوا د هغو ناروغانو پر مخ تړل شوې چې ویزې نه لري.

ننګرهار کې د طالبانو ځايي مسوولان خبر ورکوي چې پاکستاني پولیسو دغه هېواد ته د تلوونکو افغان ناروغانو پر وړاندې د تورخم دروازه تړلې ده.

د طالبانو د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه لار د جمعې ورځ، د لیندۍ له ۱۰مې نیټې راهیسې د پاکستان د سرحدي پولیسو له خوا د هغو ناروغانو پر مخ تړل شوې چې ویزې نه لري.

تر دې مخکې په ننګرهار کې ناروغانو ته د طالبانو د روغتیا کمیسیون څخه د سند له ترلاسه کېدو وروسته د پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته د ننوتو اجازه ورکول کېده.

خو د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولانو له خلکو غوښتي چې د دې ډلې د روغتیا کمیسیون تاییدي چې هم له ځان سره لري، تر «بلې خبرتیا»  پورې د تورخم دروازې ته له تګ څخه ډډه وکړي.

د تورخم لاره څه موده وړاندې هم د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ د نښتې له امله تړل شوې وه.

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان روغتیایی نظام څه ناڅه یو سیسټم لرلو او د دغه سیستم د پیاوړتیا لپاره څو نړۍوال سازمانونه د افغانستان تر څنګ ولاړ وو، خو کله چې د دغه هېواد واکمني د طالبانو لاسته ورغله، د نورو مواردو ترڅنګ د هېواد روغتیایي سیسټم هم له سقوط سره مخ شو.

په سلګونو متخصصین او ډاکټران له هېواده ووتل او یو شمیر نړۍوالو بنسټونو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان له روغتیايي سیسټم سره خپلې همکارۍ وځنډولې.

همدا لامل دی چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته د درملنې لپاره د تلونکو ناروغانو شمېر په بې ساري ډول لوړ شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x