د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، دې ډلې په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په پلازمېنه کې د څه باندې دوه زره جنایي پېښو په تړاو دوه زره او ۱۳۶ کسان نیولي دي.
په کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د چهارشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۴مه په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په دغو قضیو کې «قتل، غلا، د وسلو قاچاق او د شرابو» استعمال شامل دي.
هغه زياته کړې، په تېرو شپږو مياشتو کې طالبانو ٥٤٥ عمليات کړي چې په ترڅ کې يې ۴ زره او ٦٢٨ کيلوګرامه هيرويين او څه باندې ١٠٢ کيلوګرامه شيشه او نور نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
د ځدراڼ په وينا، د نشه يي توکو د قضيو په تړاو ۶۱۹ کسان د طالبانو له لوري نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکي تل د هېواد په بېلابېلو برخو ځانګړې توګه په کابل ښار کې د جنايي پېښو د کموالي خبره کوي.
خو یو شمېر کابل ښاریان طالبان تورنوي چې په ډېرو جنایي پېښو او په ځانګړې توګه په وسلهوالو غلاوو کې لاس لري.
هغه ادعاوې چې طالبان یې تل ردوي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو روان کال د تېر کال په پرتله له روسيې څخه دوه برابره زیات تېل وارد کړي دي
- د کابل په شمال کې د پښتونولۍ دوام
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- طالبان وايي له روسیې سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي
- طالبان: په کندهار او لښکرګاه ښارونو د کجکي بند برېښنا پرې شوه
- د هلمند اوسېدونکي: طالبان مو پلرنۍ ځمکې راڅخه لاندې کوي