روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۱۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۱۱

یوه چینايي ورځپاڼه: په افغانستان کې اسلامي افراطیت او ترهګري مخ پر زیاتېدو ده

د سویلي چین سهار ورځپاڼې راپور ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې «اسلامي افراطیت او ترهګري» یو ځل بیا د پراخېدو په حال کې ده.

دغې ورځپاڼې یک‌شنبه، ‌د کب پر ۶مه لیکلي چې که طالبان د مشروعیت او رسمیت پېژندلو غوښتونکي دي، باید «القاعدې» سره اړیکې پرې کړي.

د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو تر واک لاندې ترهګر د «غوړېدو» په حال کې دي.

په راپور کې راغلي چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او تحریک جهاد اسلامي پاکستان (ټي‌جي‌پي) سره هم اړیکې لري او په هغه هېواد کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي.

پردې سربېره، د سویلي چین سهار ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور راخیستی او لیکلي یې دي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو «خواخوږي» دي او دغې ډلې ته د مرستو کڅوړې او پوځي تجهیزات استوي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د بنديزونو د څېړنې او څارنې ټیم راپور ورکړی و چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړيکې لا هم نږدې دي او دغې شبکې په افغانستان کې اته نوي روزنيز کمپونه جوړ کړي دي.

د دغه راپور له مخې، د القاعدې څلور کمپونه د پروان، غزني، لغمان او اروزګان په ولایتونو کې موقعیت لري او دغې شبکې په پنجشیر کې د وسلو یو ګودام هم جوړ کړی دی.

ورته مهال، طالبانو تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x