روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۹

افراطیت او ترهګري

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ترهګر وژنه او هغه په تیاره زندان کې اچول شتون لري او د نړۍ په هر زندان کې ترهګر شته خو نشو کولي د هغوي نظریات مړه یا بندیان کړو بلکه په منطق، معرفت ، او دیني روزنۍ د هغوي دا فکرونه له منځه یوسو. ترهګرهغه څوک دی چې داسې ښکاري چې له بلې نړۍ راغلې وي. خو وینه او غوښه هم لري او زموږ د کورنۍ د غړو څخه یو غړۍ دی. زموږ له اوبو اوډوډۍ څخه کار اخلي. زموږ په چاپیریال کې ګرځي او هغه شیان ګوړي چې موږ یې نشو لیدلی او په غوګونو هغه شیان اوري چې موږ یې نشو اوریدلی او په پښو سره هغه ځایونو ته ځې چې زموږ په فکر کې هم نه راځي.

 

ترهګړي هغه پدیده ده د درملني لپاره دوه ټکي اړین دي:

یو: د ترهګري او تریخوالۍ توپیر

دویم: ترهګري او افراطیت ترمنځ د اړیکو تشریح

په لومړي کې ووایو چې د تاوتریخوالۍ هرعمل ترهګړي نه ده. خو هر ترهګړي عمل په یقین سره تاوتریخوالۍ دی. ترهګرد خپلو جنایتونو د قربانیانو پروا نه کوي. او هغه نه پیژني او د هغه پر وړاندې بی پروا دی. د هغه په نظر قرباني کوول د یوپوسته خانې په څیر ده چې وکولې شي چې پیغام نورو ته ورسوي او مقابل لوری وډاروي د همدې لپاره د ترهګر عقل داسې جوړیږي چې د بیګناه قرباني کړي. چې دا خپله یو ګناه ده د خپل پیغام په وسیله مقابل لوري ته خپل دا عمل مشروع ښکاره کوي. او باور لري چې په د عمل خپل خدای ته نږدې کیږې او د هغه رضایت لاس ته راوړي. دا ترټولو ناوړه جرم دی. خوپه تاوتریخوالي کې قرباني کس په موخه نیول کیږي. ډیر مجرمین او قربانیان یو بل پیژني د همدې لپاره د تاوتریخوالي  جرم شخصي جرم دی. چې مجرم د قانون منګولو ته سپارل کیږې. خو ترهګري جرم نه یوازي د قانون له لحاظه بلکې د شریعت له نظره هم د بشریت ‌ضد جرم دی. دا جرم نه یوازې د انسانان او بیګناه ډلې په موخه نیسي بلکې د ډارې او وحشت لامل کیږي خدا ج په د هکله داسې فرمایلي دي:  «من قتل نفسا بغیرنفس اوفساد فی الارض فکانما قتل الناس جمیعا»

ژباړه: هغه څوک چې پرته له حق څخه بل څوک وژني په داسې حال کې چې نوموړی کس نه فساد کړې وي نه فتنې داسي وي چې ټول خلک وژلي دي. هغه څوک چې یو نفس له مګه وژغوري داسي وي چې ټول خلک یې ژغورلي دي. د دویم ټکې په اړه(( واضیح اړیکه د افراطیت او ترهګړي ))

باید وویل شي چې یوازي دیني او اسلامي افراطیت شتون نلري بلکې امپرالیستي افراطیت غوښتنه ،سوسیالیستې پرمختیایي غوښتونکې ، سیکولاریستي ملحد هم شتون لري. خو په دیني افراطیت کې د صهیونیسم مسیحي حرکت صهیونیستي سازمان دننه او بهر په اسراییلو کې شتون لري.دا افراطیت دیموکراسې په هند کي، بودایي افراطیت په تایلند او میان مار…ګواښوي چې اسلامي افراطیت ترسترګو کیږي لکه چې خدای ج فرمایلي دي:

«ال‌ذین ضل سعیهم فی الحیواه الدنیا و هم یحسبون انهم یحسنون صنعا»

ژباړه: ترټولو زیانمن خلک هغه دی چې په ژوند کې هڅې له لاسه ورکړي او له منځه لارشي، خو فکرکوي چې ښه کار کوي. د کهف سوره  ۱۰۴آیت

ټول افراطي حرکتونه چې نړۍ د هغه شاهد ده لکه: کمونیستي نازي حرکت، د سورپوځ فاشستونه په جاپان کې، فراکسیون سورپوځ په آلمان کې او تر لحی سازمانونو « د اسراییلو جنګیالي » او هاګانا « دفاع » په معنا په اسراییلو کې له ترهګري څخه یې د یوې وسیلي په توګه کار اخیستی. نوترهګړي یو انسان نه بلکه یو نظر دی.

د ترهګر وژنه او هغه په تیاره زندان کې اچول شتون لري او د نړۍ په هر زندان کې ترهګر شته خو نشو کولي د هغوي نظریات مړه یا بندیان کړو بلکه په منطق، معرفت ، او دیني روزنۍ د هغوي دا فکرونه له منځه یوسو. ترهګرهغه څوک دی چې داسې ښکاري چې له بلې نړۍ راغلې وي. خو وینه او غوښه هم لري او زموږ د کورنۍ د غړو څخه یو غړۍ دی. زموږ له اوبو اوډوډۍ څخه کار اخلي. زموږ په چاپیریال کې ګرځي او هغه شیان ګوړي چې موږ یې نشو لیدلی او په غوګونو هغه شیان اوري چې موږ یې نشو اوریدلی او په پښو سره هغه ځایونو ته ځې چې زموږ په فکر کې هم نه راځي.

کله چې ترهګرپه موټربم او انتحاري واسکت چاودنه کوي نه یوازې چې خپل وجود ټوټه ټوټه کوې او نور بیګناه خلک هم قرباني کوي. او په ډیرو کورنیو کې د غم ټغر غوړوي. یتیمان ، بیوی او معلول خلک پرځای پریږدي مګر ترهګر په دې باور دي چې په دا کار جنت ته دننه کیدو یو ټکټ دی. د همدې لپاره کله چې دا کار کوي نو د انسان په فکر کې یوه پوښتنه پیداکږي چې چا د هغوي ‌‌‌ذهن ته بدلون ورکړې؟   او څه رنګه دا ظالمانه عمل ته یې قناعت ورکړی ؟

پوهانو، لیکوالانو، سینماګرانو دخیالي نړۍ موجودات او عجیب مخلوقات او له نورو سیارو څخه راغلي کسان چې دې نړۍ ته راغلي په انځور کښلي دي. او په دې اړه یې کیسې او فلمونه جوړکړي دي.

خو دا موجود چې د تولنۍ راوتلې هغه ترهګرګڼو د دې خطر په علمي پوهنیزو هڅو او دیني بیا کتنې اوپه څیړنو کې په پام کې نه دې نیول شوی. لکه څنګه چې د ده وړ دي. نو ځکه هغه ځان د امت خلیفه ګڼي. موږ باور درلود چې په خپل سلاح یې کولۍ شو له منځه یوسو خو د هغه په فکر مړکیدل بیا ژوندي کیدل دي او جنت ته د تک وسیله ده.

کله چې ابن لادن مړشو د القاعدی لاس لنډ شو خو په عربي مغرب کې ، عرب جزیره کې ، بین النهرین او سوریه کې نورې برخې رامنځ ته شوې. او اوس مهال نورې څانګې په هند کې رامنځ ته شوي دي. او د ډیریدو په حال کې دي.

او شتون لري چې دا بهیر په نورو هیوادونو کې هم دوام ومومي په منځینیو پیړیو کې کلیسا د بخښنې چکونه وړاندې کړل نن هم کوم بدلون نه دې رامنځ ته شوي. داسې سازمانونه شتون لري چې د اسلام ادعا کوي او په ډول ډول ځایونو کې چاودنه کوي د ترهګر باور دا دی چې د قربانیانو شمیر هرڅومره ډیروي هغمره هغه د خدای په وړاندې یو ځانګړی ځای لري او ځای یې په جنت کې دي. او همدارنګه یې هغه قانع کړې دی. نو انسانیت یې له لاسه ورکړې او په بل موجود یې بدلون کړي دی. داسې ښکاري چې له بلې نړۍ څخه راغلي او موږ دا نړۍ د ترهګرو نړۍ ګڼو. ترهګري حرکتونه نه یوازی داچې د دولتونو اړیکي له منځه لامل شوی. بلکې د وګړو او ډلو عقل هم مسموم کړي خو د نورو دولتونو اړیکې جوړیږي او د عقل جوړیدل ستونزمن کار دي.

امریکا اقرار کوي چې ۴میلیارده ډالر یې د ترهګري سره په مبارزه کې مصرف کړي دي. خو په پایله کې ترهګري زیاته شوې ده. د دې مبارزه اوسنې لګښت په کال ۵.۲ میلیارده ډالر سنجول شوي دي. خو هیڅ تضمین نه لري چې داکار به ښه پایله ولري. تراوسه هم طالباني ترهګري بیلګه زموږ د سترګو پروړاندې شتون لري. او په تدریج سره پر منځنې آسیا کې په ډیریدو ده. د افغانستان په لیرې سیمه کې د تورې بورې له تورو غارونو څخه په نیویارک کې د نړیوال بانک برجونو ته د برښنا وتل په اساسي مسله ټینګار کوي. چې ترهګري په خپلو مادي، مالي او نظامي منابعو سره قوي نه ده. بلکې د هغوي قوت عجیب موجود جوړول دي. چې له تورو غرونو نه ډاریږي. او داجک جک امارتونه هغوي نیشي ماتولې دا موجودات داسې جوړوي چې هغوي خپل انسانیت له یاده وباسي او باور ورکوي د ډارې او وحشت له لارې د خدای پیغام نورو ته رسوي خو په اصل کې د زمرۍ کورته دننه کیږي. نو دا همدې لپاره د ترهګرو کار اسلامي نه دی. دا کار جلا توپیر لري او هیڅ دین سره تړاو نه لري له منطق، حکمت او د ښه عقایدو بیان سره کولې شو ترهګري درملنه کړو خو هغه منطق چې توپیر ولري هغه درملنه نه شي کیداې.

دا ممکنه ده چې په پوهې او منطق سره یو څوک چې وایې دوه او دوه پنځه کیږې قناعت ورکړو چې تیروتنه کوي او هغه چاته څرنګه قناعت ورکړو چې وایې دوه او دوه اوه یا نهه کیږي او خپله تیروتنه نه مني ؟ دا تیروتنه نه ده بلکې د یو اتریشي پوهان په وینا: منطق توپیر کوي.

او داسي ځینې ډلې شته چې ترهګري تمویله وي او هغه ته وده ورکوي او هغوي څخه د اوږد مهاله ستراتیژي په وسیله کار اخلي. اسلامي ټولنې نه یوازی چې د ناپوهې له ودې او د بیسوادۍ له ډیریدو څخه شکایت کوي د هغوي شکایت له قصدي بې لارې کیدو څخه دی. او ناړه ټکی په دې بي لارې کیدو کې دا دي چې د اسلام بدنامه کول کله چې د انسان دې کرامت په اړه غږیږي نو بې له رنګ ، جنسیت ، عقیده ، مسلمان او نامسلمان څخه په اسلام کې یادیږې. خدای ج ټول انسانان له یو نفس او په توپیر سره خلق کړي. چې له بل سره پیژندنه تر لاسه کړي. او له یو له بل سره خبرې او اترې ولري نه د چې د ترهګر په څیر یو لورې هم نه پیژني. اسلام د بیګناه وژنه حرام ګني او هغه د بشربیت ضد جنایت شمیري.

حضرت محمد (ص) د مسلمان په هکله داسې بیان کړي:

«ریښتینۍ مسلمان هغه څوک دي چې بل مسلمان د هغه د لاس او خولې څخه خوندې وي»

د ترهګر په کلتورکې مذهب ، اعتقاد او اسلامي عقیدې شتون نه لري.

نو دین یو دي او دين د خدای په وړاندې اسلام دي. اسلام یوازی د حضرت محمد (ص) دین پورې نه شاملیږي. بلکې د ابراهیم (ع) څخه نیولې ترعیسی (ع) او موسی (ع) شامل دي. خو د ترهګر کلتور کې وحشیانه باور شتون لري دلته په یو څیړنه کې اړین پوښتنې دا دي چې ولې دا رنګه شو؟ څرنګه ؟

مسُول څوک دي؟

ترهګر د عراق، سوریه، د ملکي وګړو ترمنځ ، مسیحي ، مسلمان ، عرب ، کرد ، سریاني ، کلداني ، آشوري ، صابین ، یزدي یو ډاره منځ ته راوړی ده.

او بیګناه وینه یې تویه کړې ده. او ملکي خلک یې تبعید کړي دي. او آزاد خلک یې خپل غلمان کړي دي. او د خدای (ج) کور جوماتونه اوکلیساګانې له منځه وړي ټول دا ضد بشري جنایتونه د اسلام تر نوم لاندې ترسره کوي نو څرنګه خپل اسلام د دې تښتوونکي ډلې څخه وژغورو؟ او څرنګه  د هغوي لارې چې د عمل ته وده ورکوي بندې شي ؟

هرهغه څه چې خدای (ج) حرام کړي او ترهګر د خدای (ج) ترنوم لاندې ترسره کوي هغوي داکار سره اسلام له ننګونې سره مخامخه وي او الهي عزت هم د ننګونې سره مخامخه وي. دا ددوی او هرهغه چا لپاره چې په خدای (ج) او انسانیت باور ولري مبارزه واجبه وي.

 

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x