د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، په افغانستان کې شاوخوا څلور مېلیونه ماشومان له زدهکړو بې برخې شوي دي.
یاد سازمان وايي، د ښوونځیو لپاره د مناسبو ودانيو نشتوالی، د پاکو اوبو کمښت، د روغتيايي اسانتياوو نشتوالی او د مسلکي ښوونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو کمښت ښوونځیو ته د تګ پر وړاندې مهم خنډونه دي.
په راپور کې زیاته شوې، د ډېرو ماشومانو کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. له همدې امله ماشومان اړ کېږي؛ څو ښوونځي ته د تګ پر ځای خپلو کورنیو ته د خوړو برابرولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو هم سخت بندیزونه لګولي او له همدې امله ډېری ماشومان هر کال له زدهکړو پاتې کېږي.
که څه هم د اسلامي هېوادونو په ګډون لوېدیځو هېوادونو هم له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر مخ د ښوونخیو او پوهنځیو دروازې پرانېزي؛ خو د یادې ډلې سختدریځي مشر ملا هبت الله دغو غوښتنو ته هېڅ ډول پام نه دی کړی.
اړوندې لیکنې :
- یونېسف: په غزه کې باید د ماشومان د ژوند ژغورنې د بهیر ملاتړ وشي
- افغان ماشومان او له هر ډول تاوتریخوالی سره مخامخ کیدل
- یونیسف: افغان ماشومان له ډېرو کړاوونو سره مخ دي
- نن د جاپاني الاصله افغان بشرپاله تیتسو ناکامورا د وژنې څلور کاله پوره شول
- افغانستان کې ۱۷.۹ مېلیونه خلک دوامداره روغتیایي مرستو ته اړتیا لري
- یونېسف: په افغانستان کې په هرو ۴۰ مېندواره مېرمنو کې یوه یې د زېږون پرمهال مري