د طالبانو دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد ادعا کړې چې ډېر ژر به د افغانستان پر هوايي حریم هم واکمن شي.
مجاهد پنجشنبه د زمري پر ۴مه په کابل کې یوې امنیتي غونډې ته په وینا کې ویلي چې په شته امکاناتو به د هغو ځواب ورکړي چې په خبره یې، د هېواد هوايي حریم تر پښو لاندې کوي.
نوموړي د افغانستان په فضا کې د بېپیلوټه الوتکو ګزمې بېاحترامي بللې ده.
مجاهد ټینګار کړی: «زموږ سپارښتنه دا ده چې هوايي حریم مه نقض کوئ، که نه نو افغانان به په خپلو شته امکاناتو ځواب درکړي.»
هغه داسې مهال د هوايي حریم د کنټرولو خبره کړې چې له دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د بېپیلوټه الوتکو د ګزمو راپورونه خپاره شوي دي.
دوه ورځې وړاندې په کاپيسا کې ځايي سرچینو ویلي و چې د دغه ولایت په فضا کې یوه ډرون الوتکه لیدل شوې ده.
له دې وړاندې هم طالب چارواکو ویلي و چې د هېواد پر هوايي حریم بشپړ کنټرول نه لري.
