روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۷

ګوتېرېش: په افغانستان کې دې د ټولو قومونو په ګډون یو ټولګډونی دولت جوړ شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، افغانستان دې د دغه هېواد د ټولو اوسېدونکو لپاره وي او په خبره یې، د ټولو قومونو په ګډون دې پکې یو ټولګډونی حکومت جوړ شي.

ګوتېرېش دوشنبه د سلواغې پر ۳۰مه د قطر پلازمېنه دوحه کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې طالبان ګومان کوي د نړۍ اندېښنو ته رسېدنه د دوی دنده نه ده او له نړۍ غواړي چې په رسمیت یې وپېژني.

نوموړي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه ګومان کوي طالبانو یې اندېښنو ته رسيدګي نه ده کړې او نه شي کولای له دې ډلې سره د تعامل په برخه کې پرمختګ وکړي.

هغه د دوحې دویمه غونډه له لویه سره «ګټوره» وبلله او زیاته یې کړه چې دې غونډه ته د طالبانو نه ګډون «زیان» نه دی اړولی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې طالبانو په یو لیک کې داسې غوښتنې ترې کړې وې چې په خبره یې، د افغانانو له نورو استازو سره یې د ملګرو ملتونو د خبرو اترو حق تر پښو لاندې کاوه.

ګوتېرېش زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړو استازو سره یې دا ناسته «خورا ګټوره» وه او په دې غونډه کې پر مهمو مسایلو اجماع ترلاسه شوې ده.

هغه ویلي چې له طالبانو سربېره، اړینه ده چې د افغانستان د نورو خواوو غږ هم واورېدل شي او دا هېواد دې د اورپکۍ پر مرکز نه بدلېږي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د څېړنو په اړه، د هېوادونو استازي یوه خوله و.

هغه اندېښنه ښودلی چې په افغانستان کې د بشري حقونو حالت ښه شوی نه دی.

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه پرون د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب پېل شوه او نن پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ځانګړو هېوادونو د استازو سربېره، د افغان مدني ټولنې او ښځو په استازولۍ میترا مهران، شاه‌ګل رضايي، محبوبه سراج، فیض‌محمد ځلاند او لطف‌الله نجفي‌زاده برخه درلوده.

ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه؛ خو دوی ترې ډډه وکړه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x