یوه ډله متقاعد افغانان یو ځل بیا د خپلو تقاعد معاشونو د نه ورکړې له امله په کابل کې سړکونو ته راووتل او د طالبانو پر حکومت یې د ناغېړۍ تور ولګاوه.
معترضین وايي چې له درو کلونو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او نور د زغم وس نه لري.
متقاعد عبدالحکیم، چې له نورو معترضینو سره یوځای شوی و، وویل حکومت باید د خدای لپاره د دوی حق ورکړي.
معترضین ټینګار کوي چې تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي څو یې غوښتنې پوره نه شي، خو طالبان وايي متقاعدین دې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره عدلي مراجعو ته مراجعه وکړي.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو د اوسپنې پټلۍ سرپرست د «دوه اړخیزه پټلۍ همکارۍ» په موخه ترکمنستان ته سفر وکړ
- په افغانستان کې د بېلتون غوښتنې غږ
- د واده غوښتنې نه منل؛ پروان کې یوه ځوان ځانوژنه وکړه
- محمودخان اڅکزی: که غوښتنې مو ونه منل شي، د ډیورنډ اغزن تارونه پرې کوو
- بلینکن: د طالبانو له خوا پر ښځو د کار او زدهکړو بندیز د افغانانو د غوښتنې خلاف چاره ده
- د چمن پرلت وهونکي: که حکومت مو غوښتنې و نه مني په چمن کې د ټاکنو بهير ته اجازه نه ورکوو