د چین د ولسمشر شي جینپېينګ له لوري د طالبانو د سفیر د باورلیک له منل کېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان هغه مهال په رسمیت پېژني چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او په افغانستان کې له ترهګرۍ سره کلکه مبارزه وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین چهارشنبه د سلواغې پر ۱۱مه په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د باورلیک منل یوه عادي ډيپلوماتیکه چاره ده.
نوموړي زیاته کړې: «چین د افغانستان د دوست ګاونډي په توګه له افغانانو سره دوستانه بهرنۍ پالیسۍ ته ژمن دی او له دغه هېواد سره یې په بېلابېلو برخو کې ډيپلوماتیکې اړیکې او همکارۍ ساتلې دي.»
د نوموړي په خبره، د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع به د نړیوالې ټولنې د اندېښنو له هواري او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د کلکې مبارزې وروسته تعقیب شي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون شي جینپینګ په بیجینګ د طالبانو د سفیر او فوقالعاده استازي په توګه د بلال کریمي باورلیک ومانه.
له دې وړاندې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا او ځينو نورو څېرو د چین دې کړنې ته غبرګون ښودلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر بیا د چین د ولسمشر شي جین پینګ له خوا د طالبانو د سفیر د باورلیک د منلو په غبرګون کې ویلي چې له طالبانو سره د بیجینګ اوسنۍ اړیکې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په برخه کې د دغه هېواد په تګلاره کې کوم بدلون نه راولي.
اړوندې لیکنې :
- روسیه: طالبان به هغه وخت په رسمیت وپېژنو چې یو ټولګډونی حکومت جوړ کړي
- طالبان: په کاپیسا کې یو کس د ماین جوړولو پر مهال وژل شوی
- په روزګان کې یو کس له څاه څخه د یو ماشوم د ژغورلو پر مهال ژوند بایللی
- د وروستیو دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې تر ۳۰۰ زیاتې نجونې وژل شوې دي
- پاکستان له دغه هيواده د وتلو پر مهال د بې اسناده افغان کډوالو لپاره جریمه کمه کړه
- طالبان: ملګري ملتونه زموږ د رسمیت پېژندنې په تړاو غېراصولي چلن کوي