روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۰۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۰۳

په کندهار کې له ۲۸ ورځو وروسته د یو ماشوم مړی وموندل شو

په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې له ۲۸ ورځو وروسته د یو شپږ کلن ماشوم مړی موندل شوی دی.

د دغه ماشوم د کورنۍ یو غړي پنجشنبه د کب پر ۱۰مه ویلي چې مړی یې د کندهار ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند په «سالون خان چمن» سیمه کې موندل شوی دی.

دا ماشوم مزمل نومېده.

د نوموړي په خبره، د مزمل مړی د باران اوبو د یو پله لاندې راوړی و.

د هغه په وینا، مزمل ډېر وخت وړاندې وژل شوی او مړی یې اوس خراب شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دی.

دا ماشوم ۲۸ ورځې وړاندې له خپل کور څخه نږدې ورک شوی و او د کورنۍ غړو یې د موندلو لپاره ډېره هڅه وکړه.

د یادونې ده چې د روانې اوونۍ په لومړیو کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یو قومي مشر له خپلې مېرمنې سره یو ځای ووژل شو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x