سرچینې په کابل ښار کې د نامعلومه کسانو له خوا د یو ځوان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې ویلي چې دغه ځوان یکشنبه د وري پر ۱۹مه د کابل ښار د دیارلسمې حوزې اړوند په شهرک رسوال اکرم سیمه کې د خپل کور له دروازې سره تر برید لاندې راغلی دی.
وژل شوی ځوان شبیر احمد نومېده او ۱۹ کلن و.
د سرچینې په خبره، شبیر د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د دې پېښې لامل او انګیزه څرګنده نه ده.
تر اوسه د پېښې په اړه طالبانو هم څه ویلي نه دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې جنايي پېښو زور اخیستی دی.
وړمه شپه د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند د «ببرک څلورلارې» په سیمه کې د یوې کورنۍ درې غړي د چړو په ګوزارونو وژل شوي و.