روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۲۷
: 2

په پاکستان کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو ۱۵۶ کسان مړه کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د وروستیو موسمي سېلابونو او ورښتونو لامله ۱۵۶ کسان مړه شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د وروستیو موسمي سېلابونو او ورښتونو لامله ۱۵۶ کسان مړه شوي دي.

اسوشیټيډپرس پنجشنبه د اګست پر ۸مه راپور ورکړی چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو شپږو اوونیو وروښتونو او ناڅاپي سېلابونو کې د مړو شمېر ۱۵۶ کسانو پورې رسېدلی دی.

د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي اداره وايي چې د جولای له لومړۍ راهیسې د بلوچستان سوېل ختیځ ایالت په لرې پرتو سیمو کې یو زر او ۸۰۰ کورونه او باغونه زیانمن شوي او د لاهور په ختیځ کې ګڼ سړکونه سیلابونو لاندې کړي دي.

ورته مهال، د ژغورنې نړیوالې کمېټې د پنجشنبې پر ورځ اعلان کړی چې په پاکستان کې د احتمالي بارانونو لپاره خپل چمتوالی ګړندی کوي.

په پاکستان کې د دغې کمېټې مدیرې شبنم بلوڅ ویلي: «زموږ لومړیتوب دا دی چې دا یقیني کړو چې اغېزمنو ټولنو ته په وخت او کافي مرستې ورسېږي څو د دې بشري ناورین د ژورېدو مخه ونیول شی.»

په پاکستان کې د روان کال په اپرېل کې هم ورښتونو او تالندې ۴۱ کسان مړه کړي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x