روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۳۸

په هرات کې یو کس خپلې دوه مېرمنې وژلې دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په هرات کې روغتیايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو کس خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې دي.سرچینو شنبه د غبرګولي پر ۵مه ویلي چې دا پېښه پرون د هرات کرخ ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده.

په هرات کې روغتیايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو کس خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې دي.

سرچینو شنبه د غبرګولي پر ۵مه ویلي چې دا پېښه پرون د هرات کرخ ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې شوې ده.

روغتیايي سرچینې وايي چې د دغو دوو مېرمنو مړي د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

بل پلوه، سرچینې زیاتوي چې دغه کس له لفظي شخړې او کورنیو ستونزو وروسته خپلې مېرمنې وژلې دي.

په هرات کې ځايي طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.

د تېر کال په تلې میاشت کې د بادغیس قادس ولسوالۍ اړوند په «حاجي قربان‌ها» سیمه کې هم یو کس خپلې دوه مېرمنې په ډزو وژلې وې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x