روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۷

په هرات کې یوه ښځه ووژل شوه او درې ماشومان یې ټپيان شول

په هرات کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه ښځه وژل شوې او درې ماشومان یې ټپيان شوي دي.

سرچینې شنبه د سلواغې پر ۲۱مه وايي چې دا مېرمن د هرات د کرخ ولسوالۍ د «دې‌زیرک» په سیمه کې د چړو په ګوزارونو وژل شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې د ټپي شویو ماشومانو روغتیايي حالت هم ښه نه دی.

که څه هم تر اوسه د دې پېښې لامل روښانه نه دی؛ خو سرچینې وايي چې دا ښځه د دوو ځوانانو له لوري وژل شوې او ماشومان یې هم د هغوی له لوري ټپيان شوي دي.

د سرچینو په خبره، تورن له هغې وروسته د دغې ښځې کور ته ورغلي چې مېړه یې نه و.

ویل شوي تورنو کسانو له پېښې وروسته له سیمې پېښې سپکې کړې دي.

تر اوسه په هرات کې ځايي طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي نه دي.

دا په داسې حال کې چې تېره اوونۍ د فاریاب په شیرین‌تګاب ولسوالۍ کې هم یوه ۱۸ کلنه پېغله په ډزو وژل شوې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x