په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه ښځه لومړی د خپل مېړه له خوا وژل شوې او وروسته یې جسد د خواښې له خوا سوځول شوی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند طیب حماد سهشنبه د لیندۍ پر ۲۰مه ویلي چې دا پېښه د جلالاباد اتمې ناحيې پورې اړوند سیمه کې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې ښځه لومړی د خپل مېړه له خوا وژل شوې او وروسته یې مړی د خواښې له خوا سوځول شوی دی.
حماد ویلي چې تورن کسان نیول شوي دي.
نوموړي په دې تړاو نور جزییات ورنه کړل.
له دې وړاندې د هېواد په ځينو نورو ولایتونو کې هم د کورني تاوتریخوالي په پاېله کې مرګژوبله اوښتې ده.
تېرکال د هرات کهسان ولسوالۍ په اسلامکلا ښارګوټي کې یو کس خپله ښځه او خواښې وژلې وه.
اړوندې لیکنې :
- په افغانستان کې د پښتنو د کلتوري زوال او وروسته پاتي لاملونه
- په مصر باندې د ناپلیون له برید څخه څو پیړۍ وروسته د یوه اسلامي قدرت راڅرګندېدل
- طالبان او په افغانستان کې د فقر زیاتوالی: د طالبانو له راستنېدو درې کاله وروسته اقتصادی بحران
- اوچا وایې افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ۶.۷ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې
- ننګرهار کې یو زوی خپل پلار حلال کړی
- په لغمان او ننګرهار کې یو قومي مشر او یو عام وګړی وژل شوي