روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۰۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۰۰

په غزني کې یو ځوان ځان زندۍ کړی

په غزني کې ځايي سرچینو د دغه ولایت په مرکز کې د یو ځوان د ځان‌وژنې خبر ورکړی دی.

سرچینو چهارشنبه د کب پر ۹مه ویلي چې دغه ځوان پرون شپه د غزني مرکز اړوند په قره‌باغي کلي کې ځان زندۍ کړی دی.

د دغه کس نوم محمد حسین او ۲۰ کلن و.

تر اوسه د دغې پېښې لامل او انګیزه روښانه نه ده.

تر دا مهاله په غزني کې ځايي طالب چارواکو هم څه ویلي نه دي.

د یادولو ده چې په غزني کې د روان کال په اوږدو کې د ځان‌وژنې اته پېښې ثبت شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x