روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۱۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۸-۰۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۱۶

په بامیان کې یوه تنکي ځوان ځان زندۍ کړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بامیان طالب سیمه‌ییز مسوولان په دغه ولایت کې د یوه ۱۶ کلن هلک د ځان‌وژنې خبر ورکوي.دغه هلک محمد نومېده او د شنبې‌شپه، مرغومي په ۲۴مه شاوخوا ۷:۰۰ بجې د باميان ولايت مرکز اړوند په «زرګران» سيمه کې ځان زندۍ کړی او خپل ژوند يې پای ته رسولی.

د بامیان طالب سیمه‌ییز مسوولان په دغه ولایت کې د یوه ۱۶ کلن هلک د ځان‌وژنې خبر ورکوي.

دغه هلک محمد نومېده او د شنبې‌شپه، مرغومي په ۲۴مه شاوخوا ۷:۰۰ بجې د باميان ولايت مرکز اړوند په «زرګران» سيمه کې ځان زندۍ کړی او خپل ژوند يې پای ته رسولی.

د باميان ولايت د طالبانو امنيې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دغه تنکي ځوان جسد يې د پلټنو لپاره روغتون ته لېږدولی دی.

تر اوسه د دغه ځوان د ځان‌وژنې انګېزه نه ده څرګنده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د ځان‌وژنې دوه پېښې ثبت شوې دي.

د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په «بدراب» کلي کې د يک‌شنبې ورځ، مرغومي په ۲۴مه يوه تنکي ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په هېواد کې د ځان‌وژنې پېښې په ځانګړې توګه د ځوانانو په منځ کې زیاتې شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x