د طالبانو مشر یو ځل بیا پر هغه څه چې نوموړی یې «د شرعي حدودو تطبیق» بولي ټینګار کړی او ویلي دي چې له دې روسته به شریعت په عملي ډول پلی او ښځو ته به په عام محضر کې سزا ورکړي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلویزیون یکشنبه د وري پر ۵مه د دغې ډلې مشر ملا هبتالله ته منسوب یوه غږیزه وینا خپره کړې ده.
نوموړي په دې وینا کې لویدیځوال مخاطب کړي او ویلي دي چې هغوی د «ښځو او حیواناتو» ترمنځ توپیر نه کوي.
هغه زیاته کړې: «موږ د الله حدود نافذوو. دا به ته وایې چې دا د ښځو د حقونو پایماله کېدل دي چې ته یې په ډبرو ولې، سبا به موږ په عام محضر کې د زنا حد تطبیق کوو، ښځې به په ډبرو ولو او رجم کوو به یې. سبا به موږ د الله حدود نافذوو او په عام محضر کې به یې په دُرو وهو.»
هبتالله ویلي: «دا ټول ستاسې د ډيموکراسۍ خلاف دي او په دې هر یوه کې به له تاسو سره مقابله کوو.»
نوموړي زیاته کړې: «د غرب خلاف به علما مقابله کوي. دا نن علما و چې دلته یې ډیموکراسي په ځمکه دننه کړه او دا علما و چې دلته یې د غرب بېړۍ ورغرقه کړه.»
د هبتالله دا څرګندونې داسې مهال راځي چې خلکو ته په عام محضر کې په بېلابېلو تورونو سزا ورکول ډېر شوي دي.
د یادونې ده چې د طالبانو دا ډول کړنو ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي؛ خو پام ورته شوی نه دی.
اړوندې لیکنې :
- یعقوب مجاهد له اذربایجان سره د همکاریو پر پېل ټينګار کړی
- د ناټو غړو اوکراین ته په دغه تړون کې د غړیتوب ورکولو ژمنه وکړه
- فایق: طالبان د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته د ځواب ورکولو تمایل نه لري
- بېنټ: هیلهمن یم د دوحې غونډه بشري او ښځو حقونو ته د لومړیتوب ورکولو لامل شي
- میلر د افغان ځواکونو په تړاو د کانګرېس وروستۍ ناستې په هکله له نظر ورکولو ډډه وکړه
- متقي د ازبکستان له سفیر سره په کتنه کې افغان سوداګرو ته پر وخت د ویزو ورکولو غوښتنه وکړه