په روزګان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو ځوان ځانوژنه کړې ده.
سرچینو چهارشنبه د غويي پر ۱۲مه ویلي چې دا پېښه د روزګان د مرکز ترینکوټ په یوه «غره» کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، نوموړي په غره کې ځان په یوه ونه کې راځوړند کړی و.
د دغه ځوان عمر شاوخوا ۲۵ کاله ښودل شوی دی.
د نوموړي د هویت په اړه معلومات نه شته.
په روزګان کې ځايي طالب چارواکو ویلي چې نوموړي عصبي ناروغي لرله.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په هېواد کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.
پرون په غزني کې هم یوې پیغلې نجلۍ ځان وژلی و.
اړوندې لیکنې :