په بامیان کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ځانوژنې د دویمې پېښې خبر ورکوي.
سرچینې منلې چې یوه ځوان هلک د دوشنبې ورځ، مرغومي په ۲۵مه د بامیان د مرکز اړوند حیدراباد کلي کې ځانوژنه کړې ده.
دغه ځوان مبین نومیده چې ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
په بامیان کې طالب مسوولانو هم د مبین د مړینې پېښه منلې او ویلي یې دي چې د دغه ځوان جسد یې د لا زیاتو څېړنو لپاره ولایتي روغتون ته لېږدولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبېشپه، مرغومي په ۲۴مه شاوخوا ۷:۰۰ بجې د باميان ولايت مرکز اړوند په «زرګران» سيمه کې هم یوه ۱۶ کلن هلک ځان زندۍ کړی او خپل ژوند يې پای ته رسولی دی.
د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په هېواد کې د ځانوژنې پېښې په ځانګړې توګه د ځوانانو په منځ کې زیاتې شوې دي.
اړوندې لیکنې :
- په بامیان کې یوه تنکي ځوان ځان زندۍ کړ
- په روزګان کې یو ځوان ځان زندۍ کړی
- په غزني کې یو ځوان ځان زندۍ کړی
- د ځانوژنې پېښو کې زیاتوالی: په فراه کې يوه ځوان ځانوژنه وکړه
- مرموزې وژنې؛ په پکتیا کې د یوه ځوان مړی له یوې ورځې نادرکۍ وروسته وموندل شو
- په بامیان کې د یو کور د چت لوېدو پېښه کې درې کسانو ژوند بایللی