روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۲۵
: 2

په بغلان کې تازه سېلابي څپې پنځه کسان مړه کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په بغلان کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دوشي، خنجان او پلحصار ولسوالیو کې د تازه ورښتونو لامله په راوتلو سېلابونو کې پنځه کسان مړه شوې دي.سرچینو ځپاڼې ته منلې چې د بیګا شپې سېلابونو د بغلان لرخواب دوشي، لیان خنجان او پلحصار اندراب درو او دغه راز د پلخمري ښار په ځينو برخو کې درانه مالي زیانونه هم

په بغلان کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دوشي، خنجان او پلحصار ولسوالیو کې د تازه ورښتونو لامله په راوتلو سېلابونو کې پنځه کسان مړه شوې دي.

سرچینو ځپاڼې ته منلې چې د بیګا شپې سېلابونو د بغلان لرخواب دوشي، لیان خنجان او پلحصار اندراب درو او دغه راز د پلخمري ښار په ځينو برخو کې درانه مالي زیانونه هم اړولې دي.

د سرچینو په وینا، په تازه سېلابي څپو کې د تلفاتو شمېر وروستی نه دی او لاهم ځیني کسان لادرکه دي.

د لومړنیو شمېرو په حواله، د دغو سېلابونو په پاېله کې ۲۰۰ کورونه، درې ښوونځي، اته جوماتونه، یوه دیني مدرسه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

تازه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو لامله ۸۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.

په تېرو څو ورځو کې د درنو ورښتونو لامله راوتلو سېلابونو په بغلان، فاریاب، غور او ځينو نورو ولایتونو کې درانه زیانونه اړولي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x