روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۴

په بدخشان کې د ترافیکي پېښې په پاېله کې پنځه کسان مړه او درې ټپيان شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي چې په دغه ولایت کې ترافیکي پېښې پنځه کسان مړه او درې نور ټپيان کړي دي. د یادې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي چې دا پېښه سه‌شنبه د غويي پر ۱۸مه د ماسپښين شاوخوا ۱:۰۰ بجه شوې ده.

 په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي چې په دغه ولایت کې ترافیکي پېښې پنځه کسان مړه او درې نور ټپيان کړي دي.

د یادې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي چې دا پېښه سه‌شنبه د غويي پر ۱۸مه د ماسپښين شاوخوا ۱:۰۰ بجه شوې ده.

د نوموړي په خبره، پېښه هغه مهال شوې چې د شهربزرګ ولسوالۍ په برلاس کلي کې یو «سراچه» موټر سیند ته وغورځېد.

 د کامګار په خبره، په مړو کې یوه ښځه، یو ماشوم او درې نارینه دي.

له دې وړاندې هم په هېواد کې د ورته ترافیکي پېښو له کبله مرګ ژوبله اوښتې ده.

د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د سړکونو خرابوالی، ترافیکي نښو ته نه پاملرنه او ګړندی تګ بیا د ډېرو ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x