روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۲۳
: 2

په بامیان کې پر بهرنیو ګرځندویانو برید؛ اغیزمن شوي اسپانویان له افغانستانه ووتل

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد وګړي چې په افغانستان کې د «وروستي ترهګریز» برید لامله اغېزمن شوي و، له دغه هېواده وتلي.د اسپانیا بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئیل البارس چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي: «د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت له بېړنیو کنسولي چوپړونو، د اړینو او ژغورنې چارو په موخه افغانستان ته د لېږل شویو ډيپلوماتانو او په هغه ځای کې د اروپا بهرني اقدام د غړو له ملاتړه مننه کوم.»

د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد وګړي چې په افغانستان کې د «وروستي ترهګریز» برید لامله اغېزمن شوي و، له دغه هېواده وتلي.

د اسپانیا بهرنیو چارو وزیر خوزه مانوئیل البارس چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي: «د اسپانیا بهرنیو چارو وزارت له بېړنیو کنسولي چوپړونو، د اړینو او ژغورنې چارو په موخه افغانستان ته د لېږل شویو ډيپلوماتانو او په هغه ځای کې د اروپا بهرني اقدام د غړو له ملاتړه مننه کوم.»

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په بامیان کې پر بهرنيو ګرځندویانو او ملګرو یې وسله‌وال برید وشو چې له کبله یې شپږ کسان ووژل شول.

د اسپانیې بهرنیو چارو وزارت ومنله چې په برید کې درې وژل شوي د دغه هېواد وګړي دي.

د دغه وسله‌وال برید پړه داعش ومنله.

دې پېښې ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x