روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۵۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۱۰:۵۲

پنټاګون وایي ‌امریکا له افغانستانه د القاعدې ګواښونه جدي نیسي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د ویاند مرستیاله سبرینا سېنګ وايي چې دغه هېواد د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له خاورې څخه د القاعدې ګواښونه جدي نیسي.سبرینا دا څرګندونې سه‌شنبه د تلې پر ۱۷مه په یوې خبري غونډه کې مطرح کړې دي.هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پنټاګون په افغانستان کې د القاعدې د ودې مسئله جدي نیسي؟ ویلي دي: «موږ خامخا دا جدي نیسو. موږ لاهم په سیمه کې د نه منلو وړتیاوې لرو.»

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د ویاند مرستیاله سبرینا سېنګ وايي چې دغه هېواد د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له خاورې څخه د القاعدې ګواښونه جدي نیسي.

سبرینا دا څرګندونې سه‌شنبه د تلې پر ۱۷مه په یوې خبري غونډه کې مطرح کړې دي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پنټاګون په افغانستان کې د القاعدې د ودې مسئله جدي نیسي؟ ویلي دي: «موږ خامخا دا جدي نیسو. موږ لاهم په سیمه کې د نه منلو وړتیاوې لرو.»

د امریکا دفاع وزارت د ویاند مرستیالې په وینا، هوايي (Over the Horizon) په دې ظرفیتونو کې شامل دي.

هغې په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلي و چې متحده ایالات طالبان د یوه «ترهګریز سازمان» په توګه پېژني او په وینا یې، دا لړۍ به همداسې دوام لري.

دې امریکايي چارواکي زیاته کړې وه چې امريکا د افغانستان له خاورې د «ترهګريزو» بريدونو د مخنيوي لپاره خپلې وړتياوې ساتي.

له دې مخکې یو شمېر نړیوالو بنسټونو او هېوادونو ویلي و چې پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په هېواد کې د داعش او القاعده په ګډون د «ترهګریزو» سازمانونو فعالیتونه ډېر شوي دي.

ګاونډي هېوادونه هم په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» د فعالیت زیاتوالي ته اندېښمن دي.

تېره میاشت میرر نشریې راپور ورکړی و چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن لا هم ژوندی دی او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې دا ډله رهبري کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x