روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۰۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۰۷

پاکستان یو ځل بیا د بې ویزې ناروغانو پرمخ تورخم دروازه تړلې

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي چې پاکستان یو ځل بیا پر هغو ناروغو افغانانو چې ویزه نه لري او په افغانستان کې یې درملنه نه کېږي، تورخم دروازه تړلې ده.په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور امر قریشي بدلون وايي چې پاکستاني لوري دا دروازه نن دوشنبه د وري پر ۲۷مه د ماښام شاوخوا ۷:۰۰ بجې تړلې ده.

په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکي وايي چې پاکستان یو ځل بیا پر هغو ناروغو افغانانو چې ویزه نه لري او په افغانستان کې یې درملنه نه کېږي، تورخم دروازه تړلې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور امر قریشي بدلون وايي چې پاکستاني لوري دا دروازه نن دوشنبه د وري پر ۲۷مه د ماښام شاوخوا ۷:۰۰ بجې تړلې ده.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستاني لوري د دغې دروازې د تړلو لامل څرګند کړی نه دی.

بل پلوه، پاکستاني چارواکو بیا په تورخم کې طالب چارواکو ته ویلي چې نور بې ویزې افغان ناروغانو ته هم د اوښتو اجازه نه ورکوي.

د طالب او پاکستاني لوري ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، هغه ناروغان چې په افغانستان کې یې درملنه شونې نه وي، دغه هېواد ته له ویزې پرته د درملنې لپاره تللی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په کب میاشت کې هم افغان ناروغانو ته پر تورخم د اوښتو اجازه نه ورکول کېده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x