د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستان او اذربایجان سره د «ترجیحي سوداګرۍ» په هکله د خبرواترو او بیاکتنې لپاره د اسلاماباد د چمتووالي خبر ورکړی دی.
د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، شریف دا څرګندونې جمعه د غويي پر ۲۱مه د پاکستان د کابینې په «اقتصادي غونډه» کې کړې دي.
هغه ویلي چې له اذربایجان، افغانستان او نورو ګټه اخیستونکو هېوادونو سره د ترجیحي سوداګریزو تړونونو په هکله رایهاچونه روانه ده.
پاکستاني چارواکو په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.
پر دې سربېره په دې غونډه کې له افغانستان سره د ټرانزیټي سوداګرۍ پر «دقیقې څارنې» هم ټینګار شوی دی.
تر دې دمخه طالبانو ویلي و چې دوی په کابل کې له پاکستاني پلاوي سره په سوداګریزو خبرواترو کې هوکړې ته رسېدلي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او د توکو لېږدرالېږد اسان شي.
اړوندې لیکنې :
- د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې موټرچلوونکو ته د تګراتګ جواز وړاندیز کړی
- د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د سپین بولدک-چمن لارې د سملاسي پرانیستلو غوښتنه کړې
- طالبان: «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستل شو
- روسیې او چین امریکا او ناټو ته په افغانستان کې د پوځي بنسټونو د جوړولو په تړاو خبرداری ورکړ
- یعقوب مجاهد له اذربایجان سره د همکاریو پر پېل ټينګار کړی
- طالبانو په پروان کې د «کرومایټ» کان د استخراج د پیلېدو خبر ورکړ