روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۶

پاکستاني پولیسو د لاریون‌کوونکو د خورولو لپاره له اوښکي بهونکي ګازه کار اخیستی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان پولیسو د دغه هېواد د سند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د لاریون‌کوونکو پر وړاندې له اوښکې بهونکي ګاز او لاسي لرګي څخه کار اخیستی دی.

 

د پاکستان پولیسو د دغه هېواد د سند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د لاریون‌کوونکو پر وړاندې له اوښکې بهونکي ګاز او لاسي لرګي څخه کار اخیستی دی.

انډیاټوډې‌اېکسپرېس دوشنبه د اکټوبر پر ۱۴مه راپور ورکړی چې د تحریک لبیک پاکستان «TLP» لږ تر لږه دوه زره پلویانو هڅه کړې څو له امنیتي دېوال تېر شي او په کراچۍ کې مطبوعاتي دفتر ته ځانونه ورسوي.

د راپور پر بنسټ، د دوی موخه د هغو فعالانو مخالفت و چې مقدساتو ته د سپکاوي په تور د یو کس د وژل کېدو له کبله یې په دغه مطبوعاتي مرکز کې اعتراض کړی و.

د دغه ګوند پلویانو د پاکستان پولیسو پر لور ډبرې ګوزارې کړي او همداراز د هغوی یو موټر ته یې اور اچولی دی.

ورته مهال، د پاکستان تحریک لبیک ګوند ویلي چې د دوی یو ملاتړکوونکی د لاریون پرمهال وژل شوی دی.

د پاکستاني پولیسو په وینا، د لاریون‌کوونکو د دواړو ډلو لږ تر لږه ۲۰ کسان نیول شوي دي.

د سند د کورنیو چارو وزیر ضیا الحسن ویلي چې هغه د دغه اسلامپاله ګوند د لاریون‌کوونکو او د مدني ټولنې فعالانو ترمنځ احتمالي نښتې ته اندېښمن دی.

د یادونې ده چې د پاکستان تحریک لبیک یو سخت دریځه اسلام‌پاله ګوند دی او په دغه هېواد کې د مقدساتو سپکاوي ضد قوانینو ملاتړ کوي.

د ټولنيز عدالت مرکز د معلوماتو پر بنسټ، له ١٩٨٧ کال راهيسې په پاکستان کې تر دوو زرو ډېر کسان مقدساتو ته د سپکاوي په تور نيول شوي چې د دوی له ډلې شاوخوا ۸۸ کسان د خلکو له خوا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور د خلکو د وژنو زیاتوالي له کبله اندېښنه ښودلې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x