هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۴۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۱-۱۴۰۴
تاریخ : ۱۳-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۱۳:۴۹

ملګرو ملتونو: افغان کډوالو د پاکستان په لاریونونو کې ګډون ونه کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : تر هغې وروسته چې د تحریک انصاف ګوند اعلان وکړ چې د پاکستان د ټولټاکنو د لومړۍ کالیزې په مناسبت به لاریونونه وکړي، ملګرو ملتونو له افغان کډوالو وغوښتل چې په دغو لاریونونو کې ګډون ونه کړي.

تر هغې وروسته چې د تحریک انصاف ګوند اعلان وکړ چې د پاکستان د ټولټاکنو د لومړۍ کالیزې په مناسبت به لاریونونه وکړي، ملګرو ملتونو له افغان کډوالو وغوښتل چې په دغو لاریونونو کې ګډون ونه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د جمعې پر شپه د سلواغې پر ۱۹مه، په یوې خبرتیا کې په پاکستان کې پر افغان کډوالو غږ وکړ چې د دغه هېواد قوانین او مقررات په پام کې وساتي او درناوی یې وکړي.

په خبرتیا کې راغلي: «افغانان باید د عامه نظم ساتلو لپاره نیول شويو اقداماتو تو ژمن وي.»

په خبرتیا کې دغه راز ویل شوي چې د کوربه هیواد پر وړاندې باید له سیاسي فعالیتونو ډډه وشي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا فعالیتونه ښایي جرمونه وګڼل شي او کولای شي په پاکستان کې د افغانانو په تړاو د خلکو پر نظرونو مستقیم او منفي اغېز ولري.

په پام کې ده، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پاکستان د ټولټاکنو د کالیزې د نمانځلو لپاره یو لوی لاریون وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د تېر کال ټولټاکنې چې د شهباز شریف د بریا لامل شوې، له ښکاره درغلې ډکې بللې وې.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي وو چې افغانانو د اسلام آباد پر وړاندې د عمران خان د پلویانو په لاریونونو کې ګړدون کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x