د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد او د دې ډلې د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت د قطر له دفاع وزیر، خالد بن محمدالعطیه سره لیدلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد سېشنبه، د کب پر ۱۵مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا لیدنه په قطر کې شوې ده.
د هغه په وينا، دوى په دې ليدنه کې د «دوه اړخیزو اړیکو پراختیا» په هکله غږېدلی دي.
مجاهد زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د طالبانو او قطر یو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم ګډون درلود.
د طالبانو دفاع وزیر او لوی درستیز د تېرې یکشنبې ورځ قطر ته سفر کړی.
تر دې مخکې د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي ویلي و چې مجاهد او فطرت به له قطري چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې او همداراز د دغه هېواد د «ډیمډېکس دفاعي» نندارتون کې ګډون وکړي.
اړوندې لیکنې :
- امیرخان متقي او د ترکمنستان سفیر په «دوه اړخیزو اړیکو» خبرې کړي
- د افغانستان په هکله د پاکستان دفاع وزیر او د تاجکستان سفیر خبرېاترې
- د امریکا استازي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په هکله خبرېاترې وکړې
- فیلپو ګرانډي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان کډوالو په هکله خبرې وکړې
- ستانکزی: طالبان له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي
- متقي: طالبان له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري