پخواني وزیراعظم عمران خان له زندانه په مستقیمه لارښوونه محمودخان اڅکزی د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر وټاکه او راجا ناصر عباس د سنا مجلس د اپوزېسیون مشر وټاکل شو.
د تحریک انصاف سرچینې وايي چې د دواړو نوماندۍ لیکونه به نن رسمي ډول دارلانشا ته وسپارل شي. دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د پېښور عالي محکمې لنډمهاله حکم لغوه کړ، کوم چې د عمر ایوب او شبلي فراز د نااهلۍ په اړه یې امر کړی و.
د پارلمان پخواني مشر اسد قیصر دغه ګام تایید کړی او ویلي دي چې محمودخان اڅکزی د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشرۍ لپاره تجربهکاره او وړ سیاستوال دی.
د عمران خان خور خبرداری ورکړی چې ښایي عمران خان ډېر ژر یو نامعلوم ځای ته ولیږدول شي او په بشپړې انزوا کې وساتل شي، خو د ده پیغامونه به د خور له لارې ولس ته ورسېږي.
اړوندې لیکنې :
- محمودخان اڅکزی: که غوښتنې مو ونه منل شي، د ډیورنډ اغزن تارونه پرې کوو
- د پېښور محکمې د هغو افغانانو چې ځايي اوسېدونکو سره یې ودونه کړي، د اېستلو خلاف پرېکړه وکړه
- جان اڅکزی: امریکايي بېپیلوټه الوتکې طالبان ډاروي
- جان اڅکزی: ټول هغه کسان چې د افغانستان پېژندپاڼې لري، بېرته خپل هېواد ته ستنول کېږي
- د مقاومت جبهې بریدونو ته غبرګون؛ جان اڅکزی: ښکاري چې په افغانستان کې سخت بغاوت پېل شوی دی
- زېلېنسکي: له اوکراین پرته هر ډول پرېکړه به د سولې پر ضد وي