هر ګړې د کابل په وخت : 8:23 pm
ننې نیټه : 08-10-2025
تاریخ : 08-10-2025
ساعت : 20:23

ماریا سلطان خلیلزاد ته: خلک پرېږدئ چې په خپله خبرې وکړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : ډاکټر ماریا سلطان، د سوېلي اسیا د سټراټیژیک ټیکاو انسټیټیوټ مشره او د پاکستان کې د افغان سیاستوالو د راتلونکې غونډې تنظیموونکې، پر زلمي خلیلزاد نیوکه کړې ده.هغې ویلي، پخواني کړنې اوږده سیوري لري او پر خلیلزاد یې غږ کړی چې پر ځای د خنډ جوړولو، افغانانو ته اجازه ورکړي تر څو په خپله خبرې وکړي.زلمي خلیلزاد، د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، د دې غونډې په اړه ویلي چې پاکستان د افغانستان په اړه ښه نیت نه لري او موخه یې یو خپلواک او پیاوړی افغانستان نه دی.

ډاکټر ماریا سلطان، د سوېلي اسیا د سټراټیژیک ټیکاو انسټیټیوټ مشره او د پاکستان کې د افغان سیاستوالو د راتلونکې غونډې تنظیموونکې، پر زلمي خلیلزاد نیوکه کړې ده. 

هغې ویلي، پخواني کړنې اوږده سیوري لري او پر خلیلزاد یې غږ کړی چې پر ځای د خنډ جوړولو، افغانانو ته اجازه ورکړي تر څو په خپله خبرې وکړي.

زلمي خلیلزاد، د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي، د دې غونډې په اړه ویلي چې پاکستان د افغانستان په اړه ښه نیت نه لري او موخه یې یو خپلواک او پیاوړی افغانستان نه دی. 

هغه غوښتنه کړې چې د غونډې ځای باید بدل شي. په ځواب کې ماریا سلطان پر ټولنیزو رسنیو ټینګار کړی چې خلیلزاد باید خپله د افغانانو پوښتنو ته ځواب ورکړي، نه دا چې د خبرو پر هڅو نیوکه وکړي. 

راپورونه وايي، دغه ناسته به د ماریا سلطان په مشرۍ په پاکستان کې ترسره شي او زلمي خلیلزاد ته هم د مېلمه په توګه د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x