روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۴
: 2

له افغانستانه په یوه اونۍ کې ایران او پاکستان ته تر ۹۶ زره زیات کسان تللي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د روان میلادي کال د اګست د ۲۵ او ۳۱ تر منځ له افغانستانه ایران او پاکستان ته ۹۶ زره او ۵۲۲ کسان تللي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د روان میلادي کال د اګست د ۲۵ او ۳۱ تر منځ له افغانستانه ایران او پاکستان ته ۹۶ زره او ۵۲۲ کسان تللي دي.

دې بنسټ نن یکشنبه، ۱۸ د وږي، د یوه راپور په خپرولو سره ويلي چې په دې لړ کې ۶۷ زره او ۹۴۴ تنه ایران او ۲۸ زره او ۵۷۸ تنه پاکستان ته تللي دي.

دې بنسټ ويلي چې په دې وخت کې ایران ته د اربعین زیارت د سفر له وجې زیات افغانان تللي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې پاکستان ته د افغان وګړو د سفر عمده لامل د کورنۍ له غړو سره لیدنه او زده کړې دي.

د دې بنسټ په راپور کې ويل شوي چې په دې وخت کې ۶۳ زره او ۵۴۰ تنه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته تللي او په دې لړ کې ۳۷ زره او ۴۷۷ تنه له ایران او ۲۶ زره او ۶۳ تنه له پاکستانه ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان تر دې راپور وړاندې ويلي و چې له افغانستانه د اګست د ۱۸ او ۲۴ تر منځ ۷۲ زره او ۶۲۴ تنه ایران او پاکستان ته تللي او له دې دواړو هیوادونو ۶۴ زره او ۹۵۰ تنه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې دا شمیرې يې د تګ-راتګ له څلورو اصلي مسیرونو او له ایران او پاکستان سره د افغانستان پر پوله له اوو نورو نقطو راټولې کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x