روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۳

«فریډم نو» د طالبانو له بنده د منیژې صدیقي د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د «فریډم نو» په نوم د بشري حقونو یو بنسټ یو ځل بیا د طالبانو له بنده له قېد او شرط پرته د منیژې صدیقې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

یاد بنسټ چهارشنبه د کب پر ۲مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې طالبانو څلور میاشتې وړاندې منيژه صدیقي له خپل کوره بیولې وه.

دغه بنسټ زیاته کړې: «هغه د ربړونې او ناوړه چلن له ګواښ سره مخامخ ده. موږ یې له قېد او شرط پرته په امنه توګه د ژر خوشې کېدو غوښتنه کوو.»

منیژه صدیقي چې د معترضو ښځو د غورځنګ غړې ده، د روان کال د تلې پر ۱۷مه د کابل په خېرخانې کې له نیول کېدو وروسته زندان ته لېږل شوې ده.

څه موده وړاندې سرچینو رسنی ته ویلي و چې مېرمن صدیقي شاوخوا یوه اوونۍ د ناوړه روغتیايي وضعیت له کبله د طالبانو په امنیت روغتون کې بستر وه.

له دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان له ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتو له ریاست څخه غوښتي و چې مېرمن صدیقي له قېد او شرط پرته خوشې کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x