روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۱۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۱۳

د ګوانټانامو د وروستي افغان بندي کورنۍ: له امریکا د محمد رحیم د خوشې کېدو غوښتنه کوو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په ګوانټانامو زندان کې د وروستي افغان بندي محمد رحیم مور او پلار د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) په کابل کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال د امریکا له حکومته وغوښتل، چې د دوی زوی خوشې کړي.محمد رحیم چې ۳۳ کلن و او په ۲۰۰۷ میلادي کال کې له القاعدې ډلې سره د تړاو په تور نیول شوی و، په ۲۰۰۸ کال کې د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو.

په ګوانټانامو زندان کې د وروستي افغان بندي محمد رحیم مور او پلار د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) په کابل کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال د امریکا له حکومته وغوښتل، چې د دوی زوی خوشې کړي.

محمد رحیم چې ۳۳ کلن و او په ۲۰۰۷ میلادي کال کې له القاعدې ډلې سره د تړاو په تور نیول شوی و، په ۲۰۰۸ کال کې د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو.

د نوموړي کورنۍ له القاعدې سره د رحیم الله د هر راز لاس لرلو په اړه تورونه ردوي.

محمد رحیم په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان له لاهور ښار څخه په دې تور ونیول شو چې «د القاعدې د بنسټ اېښودونکي اسامه بن لادن ځانګړی مرستیال او ژباړن و او د تورې بوړې له کلابندۍ څخه یې د هغه په تېښته کې مرسته کړې وه».

محمد رحیم د ۲۰۰۸ کال له مارچ میاشتې راهیسې چې ګوانټانامو زندان ته ولېږدول شو، تراوسه هم په دغه زندان کې بندي دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغه زندان له جوړېدو وروسته له ترهګریزو ډلو سره د تړاو په تور څه باندې ٢٠٠ افغانان دغه زندان ته لېږدول شوي وو.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، محمد رحیم یو له هغو بندیانو څخه دی چې د امریکا د ملي امنیتي مسایلو له امله یې د خوشې کېدو وخت روښانه نه دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x