د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې د دې ډلې اړوند امنیتي ادارې او د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو سیلانیانو د امنیت، د ویزو اسانتیا، او سیاحتي خدمتونو د پراخوالي په تړاو غونډه کړې ده.
په دې ناسته کې د ګرځندوی انسټیټیوټ فعالیتونو ته د پیاوړتیا، د هوټلدارۍ سکتور ملاتړ، او د تفریحي سیمو ورپېژندنې په اړه هم بحثونه شوي دي.
طالب چارواکي وایي، هڅه کوي چې افغانستان د بهرنیو سیلانیانو لپاره خوندي او جذاب مقصد وګرځي.
دا هڅې په داسې حال کې کېږي چې له یو شمېر نړیوالو، سیاحتمحور ادارو سره د طالبانو تعامل تر اوسه محدود پاتې شوی، خو دوی وایي چې د سیاحت له لارې غواړي مثبت نړیوال تصویر جوړ کړي او اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.
اړوندې لیکنې :
- په تهران کې د "مسکو بڼه" غونډه؛ د دوحې په غونډه کې د اغیزو لپاره همغږي
- د مقاومت جبهه: طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو بریدونو لپاره لاره هواره کړې ده
- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان په هکله د خبرواترو لپاره قطر او پاکستان ته سفر کوي
- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: واشنګټن د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره تعامل کوي
- امنیت شورا: ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی
- اوتنبایوا په امنیت شورا کې: افغانستان د بېثباتۍ سرچینه او د نړۍ لپاره لویه ننګونه ده