په خوست کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر ادارې کارکوونکي په ښوونځيو کې د زدهکوونکو له ږېرو څارنه کوي.
سرچینو چهارشنبه د تلې پر ۴مه، ویلي چې د امر باالمعروف کارکوونکي د دغه ولایت ځینو ښوونځيو ته ورغلي او زدهکوونکو ته د ږېرو پرېښودو ویلي دي.
د سرچینو په خبره، د امر باالمعروف کارکوونکو زدهکوونکو ته ګوتڅنډنه کړې چې د ږېرې کمولو په صورت کې به سزا ورکړل شي.
له دې وړاندې په خوست کې سلمانیو ته خبرداری ورکړل شوی و چې که د چا ږېره کمه کړي، پر درې میاشتني بند به محکوم شي.
اړوندې لیکنې :
- رینا امیري د طالبانو له زندانونو د اعتراض کوونکو ښځو د خلاصون غوښتنه کړې
- په خوست کې د طالبانو امر بالمعروف یوه ښوونیزه راډیو تړلې
- ناڅرګندو وسلهوالو په خوست کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژلي
- طالبانو په خوست کې د یوه قومي مشر د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت کور د بلډوزر په وسیله ویجاړ کړ
- طالبانو په خوست کې یوه ښځه او څلور نارینه د نامشروع اړیکو په تور په دورو وهلي
- په خوست کې د تصریري رسنیو د نشراتو بندښت پېل؛ د یو خصوصي ټلوېزیون فعالیتونه بند شول