هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۲-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۲-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۱۸:۵۲
: 2

طالبان: د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته د نامشروع کارونې په اړه خبرداری ورکړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی، چې د ټولنیزو رسنیو پاڼې څاري او د «ټولنیزو رسنیو غیر مشروع او غیر اخلاقي استعمال د قانوني تعقیب وړ دی». د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن یکشنبه، ۲۲ د غویي، په یوه غږیز کلیپ کې چې د ملي تلویزیون له پاڼې خپور شوی، ویلي چې هیڅ فرد او بنسټ اجازه نه لري چې ټولنیزې رسنۍ د خپلو «ناسمو او غیر اخلاقي موخو لپاره وکاروي». هغه زیاته کړې، چې ټولنیزې رسنۍ باید د «موثقو خبرونو خپرولو، دیني او عصري علومو د ترویج د مسلمان امت د یووالي او د یو بل درناوي لپاره وکارول شي، نه دا چې د تعصب، سپکاوي، اخلاقي انحرافاتو او فکري تحریف لامل وګرځي». د طالبانو دغه چارواکي په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې د دې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د «خپلو قانونی صلاحیتونو او امکاناتو په رڼا کې هغه ټولې شبکې، پاڼې او ادرسونه څاري او تعقیبوي یې چې د امت د عقیدې، فکر او ټولنیز روان د تخریب هڅې کوي».

د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی، چې د ټولنیزو رسنیو پاڼې څاري او د «ټولنیزو رسنیو غیر مشروع او غیر اخلاقي استعمال د قانوني تعقیب وړ دی».
د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن یکشنبه، ۲۲ د غویي، په یوه غږیز کلیپ کې چې د ملي تلویزیون له پاڼې خپور شوی، ویلي چې هیڅ فرد او بنسټ اجازه نه لري چې ټولنیزې رسنۍ د خپلو «ناسمو او غیر اخلاقي موخو لپاره وکاروي».
هغه زیاته کړې، چې ټولنیزې رسنۍ باید د «موثقو خبرونو خپرولو، دیني او عصري علومو د ترویج د مسلمان امت د یووالي او د یو بل درناوي لپاره وکارول شي، نه دا چې د تعصب، سپکاوي، اخلاقي انحرافاتو او فکري تحریف لامل وګرځي».
د طالبانو دغه چارواکي په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې د دې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د «خپلو قانونی صلاحیتونو او امکاناتو په رڼا کې هغه ټولې شبکې، پاڼې او ادرسونه څاري او تعقیبوي یې چې د امت د عقیدې، فکر او ټولنیز روان د تخریب هڅې کوي».
هغه د ټولنې له ټولو غړو په ځانګړي ډول بهر میشتو افغانانو څخه غوښتي، چې ټولنیزې رسنۍ «د اسلام د دفاع د امت د وحدت د ټینګښت او داخلاقي ارزښتونو د پالنې په موخه وکاروي».
د طالبانو امربالمعروف وزارت خبرداری ورکړی، چې د ټولنیزو رسنیو «غیر مشروع او غیر اخلاقي» استعمال د قانوني تعقیب وړ دی.
داسې ښکاري چې طالبان په هیواد کې د بیان پر آزادۍ د محدودیتونو د زیاتولو په هڅه کې دي.
طالبانو تر دې دمه په رسنیو او خبریالانو سخت بندیزونه لګولي دي او په وار وار یې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دې ډلې د محدودیتونو د نه مراعاتولو له امله نیولي او بندیان کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول هم منع کړي دي. په داسې حال کې چې د وګړو انځورونه د ټولنیزو رسنیو د منځپانګې لویه برخه جوړوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x