هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۱۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۵-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۵-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۱۳
: 1

طالبان د مدرسو فارغانو او دیني عالمانو ته د «لسانس او ماسټرۍ سندونه» ورکوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، چې د مدرسو فارغانو او دیني عالمانو ته د «لسانس او ماسټرۍ سند» ورکوي.

 

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، چې د مدرسو فارغانو او دیني عالمانو ته د «لسانس او ماسټرۍ سند» ورکوي.

دغو کسانو ته د لسانس او ماسټرۍ د سندونو ورکولو لپاره تېره ورځ د ازموینو شپږ ورځنۍ لړۍ پیل شوې ده.
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د «عالمیې او عالیې» ازموینو کې د هېواد په کچه ۲۶ زره کسانو ګډون کړی، چې ۱۵ زره د عالمیې او ۱۱ زره د عالیه مرحلو څخه دي.

‏د دغې لړۍ د پیل مراسم تېره ورځ په کابل پوهنتون کې ترسره شول، چې په کې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا، د دغې ډلې د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم او د کابل لپاره د طالبانو والي امین الله عبید برخه اخیستې وه.
په دغې غونډه کې د طالبانو د پوهنې وزیر د وینا پر مهال وویل، چې پخوا د علم زده‌کړې لپاره اسانتیاوې کمې وې؛ خو اوس د زده‌کړو لپاره ډېر شرایط برابر شوي دي، چې پراخه ګټه باید ترې واخیستل شي.

ورته مهال د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم د دغو ازموینو د لړۍ پیل کېدل مهم وبلل او ویې ویل، چې دغه ازموینې د اسلام، علماوو او د علم په پراختیا او کیفیت لوړونه کې ستر رول لوبوي.

‏له بل پلوه په دغې غونډه کې د کابل لپاره د طالبانو والي امین الله عبید وایي: « باید هڅه وکړو، چې د اسلامي نظام د بقا لپاره د علم په ډګر کې هم غښتلي ګامونه پورته کړو.»

طالبان د مدرسو فارغانو او دیني عالمانو ته داسې مهال د دغه سندونو ورکول پیل کړي، چې په افغانستان کې یې د نجونو او ښځو پر لېسې دورې او ټولو لوړو زده‌کړو بندیزونه لګولي دي.
طالبان ان د فارغ شویو نجونو د فراغت سندونه هم نه ورکوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x