روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۱۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۱۰
: 2

طالبانو کونړ او نورستان کې ځوانان په تېر حکومت پسې منفي تبلیغاتو ته اړ کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : کونړ او نورستان ولایتونو کې یو شمېر ځوانان شکایت کوي، چې د طالبانو استخباراتو او اطلاعاتو او کلتور ریاست د تېر ړنګ شوي جمهوري نظام ضد پروپاګند او منفي تبلیغاتو ته اړ کړي دي.

کونړ او نورستان ولایتونو کې یو شمېر ځوانان شکایت کوي، چې د طالبانو استخباراتو او اطلاعاتو او کلتور ریاست د تېر ړنګ شوي جمهوري نظام ضد پروپاګند او منفي تبلیغاتو ته اړ کړي دي.

ځوانان وايي، طالبانو د تېر جمهوریت ضد تبلیغاتو سربېره د خپل رژیم پر ستاینې هم اړ ویستي، چې دې چارې له جدي اندېښنو سره مخ کړي او د سرغړونې په بدل کې ورته طالبانو د زنداني کیدو ګواښ کړی دی.

د کونړ د مرکز اسعد اباد اوسېدونکی صفت الله چې د پخواني جمهوري حکومت پرمهال پر مدني فعالیتونو بوخت و وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته طالبانو نه یوازې مدني فعالیتونه محدود کړي، بلکې ډېری فعال ځوانان یې د دغې ډلې د رژیم ستاینې ته هم اړ کړي دي.

نوموړي زیاتوی، چې په ځلونو د طالبانو استخباراتو او اطلاعاتو او کلتور ریاست غوښتی او هلته یې ورته د پخواني جمهوري حکومت ضد د تبلیغاتو او منفي پروپاګند لارښوونې کړي.

هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «ما د اشرف غني حکومت کې مدني فعالیتونه کول، طالبان چې واک ته ورسېدل د زیاتو محدودیتونو له امله ما مدني فعالیتونه پرېښودل، ځکه د طالبانو له خوا راته خطر موجود و، خو له اول کال راهیسې تر اوسه زه او زمونږ نور ملګري استخباراتو او اطلاعاتو او کلتور ته غوښتل کېږو او هلته مو مجبوروي، چې د پخواني حکومت ضد تبلیغات وکړو، هغه که په ټولنیزو رسنیو کې وي که د خلکو په منځ کې وي.»

د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د جمهوري حکومت پرمهال د ځوانانو خپلمنځي ناستې، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې دا ډول ناستې محدودې او حتی له منځه تللي دي. انځور: خواله رسنۍ
کونړ مېشتي ځوانان دغه راز وايي، چې طالبانو اړ کړي، ترڅو د تېر جمهوري نظام پر وړاندې د منفي تبلیغاتو ترڅنګ د دوی د رژیم ستاینه هم وکړي.

د دوی په وینا، طالبانو ځوانانو ته ګواښ کړی که د دوی غوښتنې ونه مني زندان ته به یې ولېږي.

د کونړ د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکي یاسین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «هر وخت چې د فرهنګیانو او ځوانانو غونډې او ناستې وي، نو طالبان راته وايي، چې څنګه مو د جمهوریت په ملاتړ پوسټونه او ستاینې کولې باید له هغه څو چنده زیات د امارت [طالبانو] صفتونه وکړئ، وايي که د اوسني رژیم صفت ونه کړئ بندیان به شئ، وهل ـ ټکول به درکړل شي، مونږ ورته وایو چې د جمهوریت صفتونه مو نه دي کړي، یوازې د ارزښتونو او ملي ګټو ستاینه او دفاع مو کړې، خو دوی په جبر راباندې د خپل رژیم صفت کوي، چې دا د ټولو ځوانانو پر حیثیت او راتلوونکي منفي اغېز کوي.»

بل لور ته نورستان کې هم یو شمېر ځوانان شکایت کوي، چې طالبانو اړ کړي، ترڅو په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د نظام په ملاتړ توصیفي لیکل او فعالیتونه وکړي.

د نورستان اوسېدونکی احمد بشیر وايي، د طالبانو استخباراتو او اطلاعاتو او کلتور ریاست فرمایشونه ورکړي، ترڅو د ټولنیزو رسنیو سربېره په کلیو او بانډو کې هم د پخواني حکومت خلاف او د طالبانو د رژیم په ملاتړ تبلیغات وکړي.

نوموړي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «نورستان کې طالبانو هغه ځوانان د خپل نظام په حمایت او د تېر جمهوریت په خلاف تبلیغاتو ته مجبور کړي، چې د دوی پلویان نه دي، طالبانو مونږ ته ویلي، چې هم به فیسبوک کې زمونږ په ګټه تبلیغ کوئ او هم به په اطرافو کې هم تبلیغ کوئ او خلک به زمونږ له نظامه راضي کوئ، خو که دا کار ونه کړو، مونږ وهي ډبوي او حتی زندان کې مو اچوي.»

د نورستان مرکز پارون، چې مېشتي ځوانان یې د طالبانو له لوري د خپل ملاتړ په موخه له جبري تبلیغ او د پخواني حکومت ضد پروپاګند سر ټکوي. انځور: خواله رسنۍ
نورستان مېشتي وايي، د طالبانو اوسنیو فرمایشونو خپل ضمیر او خپل راتلوونکي ته اندېښمن او خجالت کړي او غوښتنه کوي، چې طالبان دې د خپل رژیم د پایښت لپاره پر نورو تګلارو غور وکړي.

دوی زیاتوي، چې ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او طالبان یې باید د خپل نظام د بقا په موخه سپر ونه ګرځوي.

د نورستان د پارون اوسېدونکی حشمت الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته داسې وویل: «طالبانو د ځوانانو د استعمال لپاره داسې کارونه شروع کړي، چې د افغانستان په تاریخ کې به یې مثال نه وي، د ځوانانو له انرژۍ باید د هېواد د ابادۍ لپاره ګټه واخېستل شي، په دولتي ادارو کې دندې ورکړل شي، نه دا چې د تېرو نظامونو خلاف وغږول شي او د خپل نظام لپاره سپر وګرځوي، دوی باید د خلکو د ملاتړ لپاره اساسي کارونه وکړي، خلکو ته کار پیدا کړي، تعلیم یافته قشر ته دولتې دندې وسپاري، دوی خو ټول دولتي بستونه خپلو جنګیالیو ته سپارلي، چې دا کار یې وي، نو خلک خو به خپله ترې تېښته کوي.»

هڅه مو وکړه، چې کونړ او نورستان کې د ځوانانو د دغو شکایتونو او ستونزو په تړاو د دغو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د طالب مسوولینو نظرونه هم واخلو، خو له پرلپسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی نظر له ځان سره ولرو.

کونړ او نورستان کې ځوانان داسې مهال د طالبانو له لوري د خپل نظام په ملاتړ او د تېر جمهوري نظام ضد تبلیغاتو ته له اړ کولو شکایتونه کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې ګڼ ځوانان او فعالان د پخواني ړنګ شوي جمهوري حکومت پر مهال د ټولنیزو فعالیتونو له امله نیولي، وهلي، شکنجه کړي او حتی په ځېنو مواردو کې یې په مرموز ډول وژلي هم دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x