روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۴۲

طالبانو په پروان کې د کورنیو تولیداتو په درې ورځني نندارتون کې «زېړه بوشکه» هم نندارې ته اېښې

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  طالبانو د پروان په مرکز چاریکار ښار کې د افغانستان کورنیو تولیداتو په درې ورځني نندارتون کې «مقناطیسي ماینونه او زېړه بوشکه» هم نندارې ته اېښي دي.دا نندارتون یک‌شنبه د وري پر ۲۶مه د «عالیست، افغانیست» تر نامه لاندې د پروان په ګل‌غونډۍ کې جوړ شوی دی.د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست د دې نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ بللی دی.

طالبانو د پروان په مرکز چاریکار ښار کې د افغانستان کورنیو تولیداتو په درې ورځني نندارتون کې «مقناطیسي ماینونه او زېړه بوشکه» هم نندارې ته اېښي دي.

دا نندارتون یک‌شنبه د وري پر ۲۶مه د «عالیست، افغانیست» تر نامه لاندې د پروان په ګل‌غونډۍ کې جوړ شوی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست د دې نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ بللی دی.

د دوى په خبره، په دې نندارتون كې د كاپيسا، پنجشېر، كابل، باميان او كندهار ولايتونو د توليدي شركتونو، سوداګرو او بزګرانو هغه محصولات چې په کور دننه توليدېږي، نندارې ته اېښودل شوي دي.

د يادونې ده چې طالبانو واک ته تر رسېدو دمخه په هېواد کې د پلونو، سړکونو او موټرونو د ویجاړولو لپاره له چاودېدونکو توکو ډکې «زېړې بوشکې» کارولې.

دغې ډلې د مزارشریف په روضه کې هم زېړې بوشکې او د ځانمرګي موټرسایکل نندارې ته اېښي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x