کندهار: په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې سپین بولدک لاره چې ناروغانو کولای شوای پرې تګ راتګ وکړي، د طالبانو له لوري په بشپړ ډول تړل شوې ده.
سرچینو چهارشنبه د سلواغې پر ۴مه ویلي چې دا لار تېره شپه ناوخته تړل شوې ده.
د سرچینو په خبره، په سیمه کې ځايي طالب چارواکو له خلکو غوښتی چې تر بلې خبرتیا دې په دې لار تګ راتګ نه کوي.
د دې کړنې اصلي لامل روښانه نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې تورخم دروازه هم د لویو موټرو پر وړاندې له ۱۱ ورځو تړل کېدو وروسته وړمه ورځ بېرته پرانېستل شوه.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو د ناروغانو پر مخ د چمن – سپینبولدک دروازه تړلې
- د کابل – غور لویه لار د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه
- پاکستان یو ځل بیا د بې ویزې ناروغانو پرمخ تورخم دروازه تړلې
- د کابل – غور لویه لار او له فیروزکوه سره د شپږو ولسوالیو لارې د ترافیکو پرمخ وتړل شوې
- سالنګ لویه لاره د درنې واورې او توپان له کبله د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه
- د کابل-بامیان لویه لاره د واورې ورښت له کبله د تګراتګ پرمخ وتړل شوه