د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند رحمت الله اندړ په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې طالبانو ته پاکستاني استخباراتو په خپل هېواد کې پتنځایونه ورکړي وو او وروستي راپورته شوي جنجالونه هم د زرګري جګړو بڼه لري.
دوه اونۍ وړاندې پر پکتیکا د پاکستاني پوځیانو له لوري تر هوایي بریدونو وروسته طالبانو په خوست او پکتیا کې د ډیورنډ پر پوله له پاکستاني سرتېرو سره درنې نښتې وکړې.
اوس داسې انګیرل کېږي چې ګني د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې شوي او دواړو لوریو پر یو بل رسنیز لفظي بریدونه هم کړي دي.
اندړ وايي، طالبانو شل کاله د پاکستان له غېږې په افغانستان کې جګړې کولې او هېڅ داسې شواهد نه شته چې ګني د دوی ترمنځ دې ژور اختلافات رامنځته شوي وي.
د ملي امنیت شورا دا پخوانی ویاند زیاتوي «له شلو کلونو وروسته طالبان دومره بدل شوي نه دي چې د پاکستان له ولکې ځان خلاص کړي.»
د هغه په خبره، ټي تي پي یا پاکستاني طالبان لا تر اوسه پورې دغه هېواد ته کوم لوی ګواښ نه دی او پر پکتیکا کې د دوی هوایي بریدونه د ډالري جګړو دوام دی چې هڅه کوي پرې ګټې وټې لاسته راوړي.
د ښاغلي اندړ په وینا؛ تر اوسه داسې نښې نښانې نه شته چې ګني طالبان دې په بشپړه توګه د پاکستان له ولکې وتلي وي او خپلواک چلند دې وکړي. هغه ویلي، دا هم له امکان څخه لرې نه ده چې ترهګرې ډلې دې خپلو ملاتړو ته شاه کړي او ښايي په راتلونکي کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې پړې شي؛ خو لا یې څرګندې نښې نښانې نه لیدل کیږي.
دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راغلي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) مشر عاصم ملک تاجکستان ته په ځپل سفر کې د هغه هېواد له ولسمشر سره د سیمې په امنیت خبرې کړې وې.
داسې راپورونه هم شته چې ګوندې پاکستان غواړي په تاجکستان کې د طالبانو له مخالفو جبهو سره اړیکي ټینګ کړي او له دې لارې پر طالبانو خپل فشارونه لا زیات کړي.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو د مشر صوتي فایل؛ د جهاد په اړه د کابل او کندهار د طالبانو ترمنځ شخړه
- کونړ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله
- په افغانستان کې د "پاکستان لپاره د طالبانو د حکومت" ملاتړي
- له پاکستان سره د کړکېچ زیاتوالی؛ ایا باید د طالبانو د حکومت فاتحه ولولو؟
- پاکستان ته د طالبانو پور او د مهاجرینو د اخراج په وړاندې یو معنی لرونکی دریځ
- پاکستان ته د طالبانو پور او د مهاجرینو د اخراج په وړاندې یو معنی لرونکی دریځ