روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۹:۲۶
: 1

راه کې د دوو کورنیو ترمنځ نښته کې درې کسان ووژل شول

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د فراه ولایت ځایي چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د دوو کورنیو د غړو ترمنځ د نښتې په پایله کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت ځایي چارواکی وایی، په دغه ولایت کې د دوو کورنیو د غړو ترمنځ د نښتې په پایله کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال محمد ياسين ابودجانه چهارشنبه د غبرګولي پر٣٠مه ویلي چې دا پېښه د لوى اختر په لومړۍ ورځ د دې ولسوالۍ په «بشنګ» کلي کې شوې ده.

د دغه طالب چارواکي په وینا، د دې پېښې په وژل شویو کسانو کې یو سړی، یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي.

طالبانو زیاته کړې، چې د دې پېښې عاملان هلمند ولایت ته تښتېدلي او د نیولو هڅې یې روانې دي.

د  طالبانو ډلې  تر اوسه د دغو دوو کورنیو ترمنځ د نښتې د لامل په تړاو څه نه دي ویلي.

د وري مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې په نورستان کې د دوو کورنيو د غړو ترمنځ د نښتې له امله درې تنه ووژل شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x