روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۶

د کندهار-هلمند پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له کبله ٢١ کسان مړه او ١١ نور ټپيان شول

ځايي سرچينې وايي چې د کندهار-هلمند پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له کبله ٢١ کسان مړه او ١١ نور ټپيان شوي دي.

سرچینې  ته منلې چې دا پېښه یک‌شنبه د کب پر ۲۷مه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې یو ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر د تېلو له یوه ټانکر او موټرسایکل سره ټکر وکړ.

د سرچينې په خبره، له دې وروسته د سپرلۍ موټر چې څو کسان پکې سپاره وو، اور اخیستی او په بشپړه توګه سوځېدلى دى.

د طالبانو د وروستیو شمېرو له مخې، په تېرو ۱۰ میاشتو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له کبله څه باندې یو زر او ۶۰۰ کسان مړه او له څلور زرو ډېر بیا ټپيان شوي دي.

د سړکونو خرابوالی او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه د دې ډول پېښو لوی لامل بلل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x