د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، په افغانستان کې بشردوستانه اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي؛ خو دا هېواد د نړیوالو له پامه لوېدلی او په خبره یې، پر یو نه هېرېدونکي ناورین د اوښتو له ګواښ سره مخ دی.
دې کمېټې جمعه د سلواغې پر ۲۰مه په یوې ویناپاڼه کې خبرداری ورکړی چې نیم میلیون هغه افغانان چې په جبري ډول له پاکستانه شړل شوي، له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په خبره، دمګړۍ په افغانستان کې شپږ میلیونه کورني بېځایه شوي شته چې د دغه هېواد اقتصاد او له ننګونو ډک روغتیايي سیسټم یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
په ویناپاڼه کې راغلي: «د بشري اړتیاوو په ډېرېدا او د خوړو نه خوندیتوب له کبله، افغانستان د خبرونو له سرلیکه لوېدلی او د نه هېرېدونکي ناورین له ګواښ سره مخ دی. د ژغورنې نړیواله کمېټه وېره لري چې له انساني ناورین وړاندې وخت په ختمېدو دی.»
دې کمېټې ټينګار کړی چې نړۍ نه شي کولای افغانستان چې لا هم د څو لسیزو جګړو، اقتصادي ناورین، پرلپسې وچکالۍ او وروستیو ویجاړونکو زلزلو له کبله په ستونزو کې راګیر دی، له یاده وباسي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان وروستۍ شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ او د روان کال په جنورۍ کې له ۵۰۸ زره ډېر افغانان له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
ورته مهال، له ایرانه هم سلګونه زره افغانان له دغه هېواده شړل شوي او دا لړۍ دوام لري.
د راپورونو په حواله، له ایرانه په تېرو ۱۵ ورځو کې ۲۰ زره افغانان ویستل شوي دي.
دغه راز، د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې له اسنادو پرته د کډوالو د شړلو پالیسۍ ته په کتو، هغه افغانان چې امریکا ته د تګ لپاره په پاکستان او نورو هېوادونو کې د ځانګړو ویزو په تمه دي، له سختو ننګونو سره مخ دي.
دې کمېټې د بایډن له ادارې غوښتي چې د دغو ویزو د ورکولو چارې ګړندۍ کړي.
د راپورونو په حواله، شاوخوا ۲۵ زره افغانان په پاکستان کې د امریکا ځانګړو ویزو ته په تمه دي.
اړوندې لیکنې :
- ملګري ملتونه: له پرېکړو د ښځو څنډې ته کول به افغانستان له هر ډول چانس څخه بېبرخې کړي
- سيما سمر: افغانستان کې بشري حقونه د هېوادونو د سیاسي ګټو د لومړيتوب له امله څنډې ته شوي
- د پښتون ژغورنې غورځنګ پر کاروان د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې دوه کسان وژل شوي
- یوناما: طالبان به د ښځو حقونو له رعایت پرته په نړیواله ټولنه کې ځای ونه لري
- د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ؛ افغان ښځې "تیر ظلم، اوسنی محرومیت او…
- بشري حقونو نړیواله ورځ؛ رینا امیري د طالبانو له بنده د ښځینه فعالانو خوشې کېدو غوښتنه وکړه